Yousafzai
The fourth book of the Torah

Numbers 35

د ليويانو دپاره ښارونه

۱د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى. ۳دا ښارونه به د ليويانو وى او هلته به اوسيږى. د څرن زمکه به د هغوئ د څاروو او نورو ځناورو دپاره وى. ۴د څرن زمکه به د ښار دېوالونو نه بهر پينځۀ سوه ګزه په هر طرف خوره وى، ۵چې هغه علاقه څلور واړو طرفونو ته تقريباً زر ګزه وى او ښار يې په مينځ کښې وى. ۶تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ ۷د څرن د زمکې سره، د هغوئ به ټول اتۀ څلوېښت ښارونه وى. ۸په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“

د پناه ښارونه

۹مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۰”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن سيند نه پورې غاړه واوړئ او د کنعان مُلک ته ورننوځئ، ۱۱نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى. ۱۲هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى. ۱۳شپږ ښارونه خوښ کړئ، ۱۴چې درې د اُردن دې غاړې ته وى او درې د کنعان په مُلک کښې وى. ۱۵دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى. ۱۶‏-۱۸خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى. ۱۹دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى. ۲۰کۀ څوک د چا سره کينه لرى او د هغۀ د مرګ منصوبه جوړوى، په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى نو دا يې قصداً وژنى ۲۱يا يې په سوک ووهى، نو هغه د قتل مجرم دے او هغه به وژلے شى. د مړى د نزدې خپلوانو دا ذمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى. ۲۲خو کۀ يو کس په غلطۍ سره څوک ووژنى چې د هغۀ سره يې کينه نۀ وى، کۀ په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى، ۲۳يا چې د چا خيال نۀ وى او يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګر چې هغۀ له يې د تکليف رسولو اراده نۀ وى او دشمن يې هم نۀ وى، ۲۴نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى. ۲۵جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى. ۲۶چې کوم کس په غلطۍ سره د قتل مجرم وى کۀ هغه د پناه د ښار نه لاړ شى کوم له چې ورتښتېدلے وى ۲۷او د مړى خپلوان هغه پېدا کړى او وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګناهګار نۀ دے. ۲۸کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى. ۲۹دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ. ۳۰چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده. ۳۱قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى. ۳۲کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې دپاره چې کور ته واپس راشى. ۳۳هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى. ۳۴هغه مُلک مۀ پليتوئ چرته چې تاسو اوسېږئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم.“